اعلامیه

د شمالي اتلانتیک تړون سازمان او د افغانستان اسلامي جمهوریت

  • 06 Sep. 2006 -
  • |
  • Last updated 25-Feb-2009 11:25

(‌أ) پیژندنه: د ګډې همکارۍ د ترسره کولو لپاره چوکاټ

  1. په ۲۰۰۵ کال کې په بریالیتوب سره د ملي شورا د ټاکنو ترسره کول، د بن د پروسې بشپړول او د لندن د کانفرنس پایلې، په ځانګړې توګه د افغانستان تړون، ناټو دې ته متعهده کوي چې د افغانستان له حکومت او نورو نړیوالو سازمانونو سره په ګډه کار وکړي څو د یوه سوله ییز، باثباته او ډیموکراټیک افغانستان په جوړولو کې مرسته وکړي. ناټو منځنۍ او جنوبي اسیا او په لویه کې نړیوالې ټولنې ته په افغانستان کې د ثبات او امنیت په اهمیت، او دهغو امنیتي تهدیدونو په ننګوونکي طبعیت چې افغان حکومت ورسره مخامخ دی، پوهېږي. د افغان حکومت وروستنۍ اراده دا ده چې د خپل امنیت بشپړ مسؤلیت پرغاړه واخلي. د دغه هدف د ترلاسه کولو لپاره، قوي او ښکاره نړیواله ژمنتیا مهمه ده چې په افغانستان کې د نړیوالو نظامي ځواکونو د توظیف او د افغانستان د ملي امنیتي او دفاعي تاسیساتو د پیاوړتیا له لارې ثبات ته وده ورکړي. په دې برخه کې د ناټو د ارادې په تکرار، او له ناټو سره د یوې پراخې او اوږدې مودې اړیکو لپاره د ولسمشر کرزي دغوښتنې په ځواب کې، د متحدینو د بهرنیو چارو وزیرانو د ۲۰۰۵ کال په ډیسمبر کې موافقه وکړه چې له افغانستان سره د همکارۍ یو پروګرام رامنځته کړي. دغه پروګرام له افغانستان سره د ناټو بې جوړې اړیکو ته وده ورکوي او د افغانستان د ملي حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا لپاره د متحدینو ملاتړ ښیي. د ناټو او افغانستان ترمنځ اړیکې د دغه پروګرام موادو پورې محدودې نه دي.
  2. د افغانستان حکومت او متحدین پوهېږي چې امنیت یوازې له نظامي لارې نه تامینېږي. امنیت په ښه توګه حکومت کولو، عدالت او د قانون حاکمیت ته اړتیا لري او دغه ټول باید د بیارغونې او پرمختګ او همدارنګه د نړیوالې او په ځانګړي توګه د سیمه ییزې همکارۍ له لارې رامنځته شي. په دې زمینه کې، د ښه ګاونډیتوب د اړیکو اعلامیه، چې د ۲۰۰۲ کال د ډیسمبر پر ۲۲مه په کابل کې د افغانستان او د هغه د ګاونډیانو ترمنځ لاسلیک شوه، یو مهم رول لوبوي. افغانستان همدارنګه ترهګري، افراطیت او د مخدره موادو سوداګري د امنیت لپاره سترې ننګونې ګڼي، او له نړیوالې مرستې او ملاتړ څخه پوره ګټې اخیستنې او د دغو تهدیدونو د له منځه وړلو لپاره د ظرفیت جوړونې په خاطر له نړیوالې ټولنې سره همکارۍ ته ژمن دی.
  3. افغانستان په دې پوهېږي چې دا مهال نشي کولی خپلې امنیتي اړتیاوې په بشپړه توګه پوره کړي او په افغانستان کې د امنیت او ثبات راوستلو په برخه کې د ناټو مرستې ستايي. افغانستان اراده لري چې په چټکۍ سره خپل د ملي امنیت وړتیاوو او دفاعي تاسیساتو ته وده ورکړي چې ملي اړتیاوې پورې کړي، د ایساف او نړیوالو نظامي ځواکونو ترڅنګ په لا اغېزمنه توګه عملیات وکړي او د خپلواک عمل لپاره خپلي وړتیاووي پیاوړی کړي. افغانستان دې ته تیار دی چې د ناټو دغړوهېوادونو له ځواکونو سره په ګډه عملیاتو او داسې فعالیتونو ته چې د دفاعي سیستم، د دفاعي تاسیساتو د جوړونې او د امنیتي سکټور د نظامي اړخونو د اصلاحاتو او همدارنګه د دواړو اړخونو له خوا منل شویو نورو ساحو ته د ودې ورکولو له لارې له متحدینو سره خپله همکاري پراخه کړي. په اوږده موده کې، افغانستان غواړي چې د ناټو ترمشرۍ لاندې سوله ساتو عملیاتو کې د برخې اخیستنې له لارې د امنیت او ثبات په راوستلو کې مرسته وکړي.

(‌ب) د همکارۍ اساسي بنسټونه

  1. دا پروګرام به:
    • ‌د مالی سرچینو او د موجودو سرچینو دواړو له پلوه ریښتنې بڼه ولري، او په هغو ځایونو کې چې ناټو کولی شي د وسایلو او صلاحیتونو په برخه کې په پراخه کچه، او که اړتیا وي د موجوده بودجې په حدودو کې د لومړیتوب د بیا په پام کې نیولو له لارې مرسته وکړي؛
    • ‌د افغان مقاماتو له خوا د مالکیت پر بنسټ جوړ شوی وي او د هغوی وړتیاوې منعکسې کړي. دغه هدف ته د رسېدلو لپاره باید د افغان مقاماتو له خوا ستونزې په ګوته او له هغوی سره د نژدې سلامشورو له لارې داسې یو پروګرام تطبیق شي چې مناسب منځګړي وټاکي؛
    • ‌د ایساف عملیاتي دنده بشپړه کړي او مرسته به وکړي چې هغه لاسته راوړنې سره یو کړي چې د ایساف د موجودیت له لارې تر لاسه شوي وي، په ځانګړې توګه، په کابل کې د افغانستان د مرکزي امنیتي او دفاعي تاسیساتو په کچه؛
    • ‌هغه فعالیتونو او د همکارۍ پروګرامونو ممکنه همکارۍ ته وده ورکول او د هڅو د غیرضروري تکرار مخنیوی په پام کې ونیسي چې د نورو فعالینو له خوا ترسره شوي وي؛ همدارنګه د لندن د کانفرنس پایلې په تېره بیا د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ افغان تړون چې د ګډې همکارۍ او څارنې د پلاوي له خوا تنظیم شوی وي په پام کې ونیسي.

(‌ج) د همکارۍ فعالیتونه

  1. دا پروګرام به:
    • ‌د افغان مقاماتو له خوا د په ګوته شویو اړتیاوو د ځوابولو لپاره د PfP مشخص وسایل، او په پام سره د PfP له خوا مشخص شوي فعالیتونه راواخلي. کېدای شي چې په دې کې په منځنۍ اسیا کې/لپاره د ناټو د مقاماتو یا انفرادي دولتونو له خوا د پلان شويو هغو په شمول په تنظیم شويو فعالیتونو کې د افغانانو برخه اخیستنه شامله وي؛
    • ‌د ناټو او متحدینو داسې ډلې چې دفاعي اصللاحات، د دفاعي تاسیساتو جوړونې او د امنیتی سکټور د اصلاحاتو نظامي اړخونو پورې د اړوندوځانګړیو مسایلو په هکله ماهرانه لارښوونې وړاندې کړي، او همدارنګه د افغاني کارپوهانو له ډلو سره چې د ناټو له مرکزي دفتر څخه لیدنه کوي بحثونه په کې شامل وي؛
    • ‌د ناټو تر مشرۍ لاندې په ځانګړې توګه برابر شوي فعالیتونه چې یوازې افغاني برخه وال په کې شامل وي، د مثال په توګه، داسې کورسونه او سیمینارونه چې د ناټو په اوبیرا میرګاو ښوونځي کې، د ناټو د دفاعي چارو په پوهنځي کې او هم ورته فعالیتونه د ناټو د هېوادونو له خوا په افغانستان کې ترسره شي؛ او ‌ج. د ناټو تر مشرۍ لاندې په ځانګړې توګه برابر شوي فعالیتونه چې یوازې افغاني برخه وال په کې شامل وي، د مثال په توګه، داسې کورسونه او سیمینارونه چې د ناټو په اوبیرا میرګاو Oberammergau ښوونځي کې، د ناټو د دفاعي چارو په پوهنځي کې او هم ورته فعالیتونه د ناټو د هېوادونو له خوا په افغانستان کې ترسره شي؛ او
    • ‌په ساحه کې د عملیاتي لارښوونې او د ارتباطي ډلو په شمول، له پخوانۍ ملي تجربې او صلاحیتونو څخه ګټه واخلي.

(‌د) د تطبیق او ارزونې ملاتړ

  1. ناټو او افغانستان به په بېلابېلو سطحو مشورې وکړي، او د پرمختګ او بشپړتطبیق د سرپرستۍ لپاره به دوامدار دیالوګ او مشورې، او د فعالیتونو د منل شوي پروګرام منظمه ارزونه یقیني کړي.
  2. دغه بحثونه او مشورې به د ناټو د لوی ملکي استازي له صلاحیت سره سمې د هغه او په بروسلز کې د افغان پلاوي په پوره همکارۍ سره ترسره کېږي.
  3. متحدین به د افغانستان د روانو اقتصادي وړتیاوو او په افغانستان کې د ناټو دعملیاتي ښکېلتیا په پام کې نیولو سره د دغه پروګرام د بشپړ تطبیق او د وسایلو او مادي ملاتړ د پیاوړتیا او همدارنګه د افغان ملي امنیتي او دفاعي تاسیساتو د مالي پایښت د وړتیا په شمول دمناسبو کورنیو مېکانېزمونو له لارې د مرستې د اړوندو دوه اړخیزو پروګرامونو د هماهنګ کولو پر امکاناتو غور وکړي. د ورځنۍ بیا کتنې په پام کې نیولو سره، د PfP د مالي مرستې پالیسي به د دې لپاره هم وکارول شي چې د دغه پروګرام په تطبیقولوکې مرسته وکړي. د پروګرام په بیاکتنه کې د هغه د مالي مرستې د برابرولو مېکانېزمونه هم شامل دي. حکومتونه هم ښایي د PfP د وجهي صندوق میکانیزم په پام کې ونیسي.
  4. د دغه پروګرام تطبیق ښایي د معلوماتو/اسنادو د تبادلې او ساتنې په مقصد د ناټو افغانستان د تیاریو پرمختګ ته اړتیا ولري.

(‌ه) ځواکونه او شتمني

  1. افغان مقامات، ناټو او متحدین به په ګډه سره مشوره وکړي او د مشارکت د دودیزو لارو چارو په کارولو سره به په دغې همکارۍ کې د برخې اخیستنې لپاره مناسب افغاني تاسیسات، ځواکونه، شتمني او روزنیزې اسانتیاوې په ګوته کړي. په دې لړکې به د داسې هغو ټاکنه هم شامل وي چې د پلان جوړونې او ارزونې په یوه داسې سیستماتیکه پروسه کې برخه واخلي چې د هغې له لارې د افغان ملي اردو ګډې د اړتیا وړ عملیاتي وړتیا او صلاحیتونو ته وده ورکړي. نهايي هدف د یوه با اعتباره، مسلکي نظامي ځواک رامنځته کول دي چې افغان مقاماتو ته د دې وړتیا ورکړي څو په هېواد کې داسې امنیت او ثبات رامنځته کړي چې له بهرني ملاتړ پرته په نړیوالو نورمونو برابر وي.

(‌و) د همکارۍ مهمې ساحې

  1. په ۴ پاراګراف کې د یادو شویو اساساتو په اساس، پروګرام به پر دفاعي اصللاحاتو، د دفاعي تاسیساتو پر جوړونه او د امنیتي سکټور د اصلاحاتو پر نظامي اړخونو، او همدارنګه د افغان ملي اردو د ځواکونو او د ناټو د غړو ترمنځ د ګډو عملباتو د وړتیا په شمول پر نورو هغو ساحو متمرکز وي چې د ناټو او افغانستان له خوا په ګډه سره ټاکل کېږي. ښايي دغه پروګرام د دفاعي پلان جوړونې او اصلاحاتو په برخو کې د ناټو د پراخو تجربو په کارولو سره په لاندې برخو کې د افغان حکومت د هڅو ملاتړ له ځانه سره ولري:
    • په روښانه، اغیزمنه او ډیموکراټیکه توګه د کنټرولېدونکې افغان ملي دفاع او د امنیت د داسې مناسبو تاسیساتو جوړول چې په غوره مشقونو او نړیوالو نورمونو برابر وي او په دې برخه کې د لارښودو هېوادونو دوه اړخیزې هڅې بشپړې کړي؛
    • د ملي ستراتیژۍ، ملی نظامي ستراتيژۍ او د اړوندې ستراتیژیکې پلان جوړونې د سیستمونو او پروسو په شمول د امنیت او دفاع د نظریاتي بنسټ ایجادول؛
    • د پرسونل د یوې روښانې او مؤثرې ادارې او روزنیز نظام او همدارنګه د وسایلو د ترلاسه کولو/عصري کولو لپاره د پلان جوړولو په شمول په اغیزمنه توګه د ملي دفاع د پلان جوړولو او بودجې برابرولو د پروسو جوړول؛
    • د ناټو او افغان ملي اردو ترمنځ ګډې عملیاتي وړتیا ته وده ورکول، چې د افغانستان د ملي امنیت لپاره مخ پر ودې مسؤلیت ته اوږې ورکړي؛ په دې کې د ځواکونو، شتمنیو او روزنیزو اسانتیاوو تخصیص شامل دي څو د یوې سیستماتیکې پلان جوړونې او ارزونې په پروسه کې برخه واخلي. دغه چارې به د ګډې عملیاتي وړتیا د منل شویو مقصدونو د ترسره کولو لپاره د ناټو/ PfPپه مشخصو تمرینونو کې د برخې اخیستلو په شمول د وسایلو، لوژیستیک، روزنې او ښوونې او روزنې د اړتیاوو په ټاکلو مشتملې وي؛
    • د دوه اړخیزو پروګرامونو له لارې د افغان ملي دفاعي ځواکونو د ظرفیت پیاوړي کول، چې پر وخت سره په ټول هېواد کې په دندو وګومارل شي. په دغه ډول مرسته کې ښایي د الوتکې د عملیې او تخنیکي روزنې برابرول او همدارنګه د نظامي تجهیزاتو، بسټیزو پروژو، تخنیکي مرستې او د پایښت د وړتیا د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ناټو د غړو هېوادونو له خوا د دوه اړخیزې مرستې هماهنګي هم شامله وي؛
    • د اضافي وسلو د مصؤن تخریب لپاره د شرایطو د ارزولو او د ذخیرو د تهدید د راکمولو لپاره د وجهي صندوقونو د جوړولو په شمول، په کافي ډول د SALW، مهماتو،APLs او MANPADS د ذخیرې اداره کول؛
    • د وسلو د کنټرول د هوکړو او تړونونو د څارنې او تطبیق ملاتړ او د وسایلو او ټکنالوژۍ د نظامي او دوه اړخیزې استفادې په هکله د صادراتو د کنټرول څو اړخیز سیستم پورې د پیوستون او تطبیق لپاره د متحدینو له ملي انستیتیوتونو سره د اړیکو نیولو، همکارۍ او تجربو تبادله؛
    • د OPLAN په پیروۍ سره، د مخدره موادو پرضد مبارزه کې د افغان حکومت د هڅو ملاتړ کول؛
    • په انسانانو کې د سوداګرۍ پرضد مبارزه کې د ناټو د پالیسۍ په را اخیستلو سره چې د نظامي ګام پورته کولوملګری دی، ناټو به د عملي همکارۍ د پرمختګ ملاتړ وکړي او دغه ملاتړ ته به دوام ورکړي او له مسؤلو مقاماتو سره به د هغوی په هڅو کې مرسته وکړي چې د انسانانو د سوداګرۍ او قاچاق په وړاندې مبارزه وکړي؛
    • د سرحدونو د خوندي کولو په برخه کې د لارښودو هېوادونو هڅې اسانه او تکمیل کړي، د ملکي کنټرول او اړوندو میکانیزمونو لکه د سرحدونو د امنیت او کنټرول د مسؤلو قانون نافذونکو سازمانونو مؤثرې او شفافې قانوني او قضايي تېروتنې سمې او روزنېزې اړتیاوې په ګوته کړي؛
    • د ناټو د پروسیجرونو او د متحدینو د ملي تاسیساتو په پام کې نیولو سره د بیړنۍ ملکي پلان جوړونې په برخه کې همکارۍ ته پراختیا ورکړي؛
    • د ژبې د زده کړي په برخه کې د دفاعي او امنیتي تاسیساتو د پرسونل روزنه چې د ګډو عملیاتو د وړتیا د منل شویو مقصدونو د تر لاسه کولو په برخه کې مرسته وکړي؛
    • د هوايي ترافیکو د ادارې د اغیزمن ملکي/نظامي تنظیم پراختیا؛
    • د کلیدي پیغامونو د را اېستلو له لارې د دفاعي اصلاحاتو، دفاعي تاسیساتو د جوړولو او د امنیتی سکټور د نظامي اړخونو په شمول د دفاعي او امنیتي مسایلو په هکله د عامه خبرتیا پیاوړي کول؛ د افغانستان د سیمه ییز بعد په پام کې نیولو سره د افغان ملي اردو د مناسبو امنیتي ځواکونو او د ناټو د ځواکونو رول؛ او
    • معلوماتو ته په لاس رسي کې د اسانتیا او د دغه پروګرام د بریالي تطبیق په برخه کې د مرستې کولو لپاره په افغانستان کې د ورېښمو د مجازي لویې لارې د پروژې استعمالول.
یاپ دی هوپ شیفر
حامد کرزی
د شمالي اتلانتیک تړون سازمان عمومي منشي
د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولسمشر