په افغانستان کې د نوي فصل په باب د ناتو د سرمنشي وینا
د روان میلادي کال په پای کې مونږ خپل محاربوي ماموریت په افغانستان کې پای ته رسوو او د دې هیواد سره په خپلو اړیکو کې یو نوی فصل پرانیزو.
د افغانستان امنیت به د ۳۵۰ زرو افغانو عسکرو او پولیسو په لاس کې وي. خو د ناتو غړي هیوادونه د یو زیات شمیر همکارو هیوادونو سره یوځای د هغوی د روزنې، سلامشورې او مرستې دپاره پاتې کیږي. دا هغه څه دی چې ناتو او افغانی مشرانو له یوبل سره موافقه کړیده. دغه کار د افغانستان د ملي امنیتی ځواکونو د زړورتیا او قابلیت او د نړیوالو ځواکونو د ایثار له لارې چې په تیرو کلونو کې یې د هغوی په روزنه کې مرسته کړیده، په لاس راغلی دی.
ډیرې ننګوني لا تراوسه په ځای پاتې دي، او لا ډیر کارونه باید ترسره شي. افغان امنیتی ځواکونه به د خپلې ودي او غښتلتیا په ترڅ کې د پخوا په شان زمونږ مرستې ته اړه ولري.
زمونږ په نوي ماموریت یعنې "غوڅ ملاتړ" کې به د ناتو د غړو هیوادنو څه نا څه ۱۲۰۰۰ تنه ښځې او نارینه او ۱۴ همکاره هیوادونه برخه ولري. د افغانستان د حکومت غوښتنه او د ناتو او افغانستان ترمنځ د ځواکونو د وضعیت په باب تړون د دې ماموریت بنسټ جوړوي. دملګرو ملتونو د سازمان د امنیت شورا د افغانستان او ناتو ترمنځ د دې ماموریت د پیل په باب د موافقې څخه د رایو په اتفاق هرکلۍ وکړ او د افغانستان د ثبات څخه په دوامداره نړیوال ملاتړ باندې یې ټینګار وکړ.
مونږ همداراز د افغان امنیتی ځواکونو په تمویل کې برخه اخلو او د افغانستان سره به یوه دوامداره ملتیا منځ ته راوړو چې د مونږ ګډې ګټې پکې نغښتې وي، زمونږ ګډې همکارۍ ته نوې بڼه ورکړي او زمونږ د ګډ امنیت سره مرسته وکړي.
د یوې لسیزي نه زیات ناتو او زمونږ مل هیوادونه د افغانستان په څنګ کې ودریدل. ۵۱ هیوادونو خپل عسکر زمونږ د ځواکونو سره یوځای کړل – دغه شمیر د ټولې نړۍ د هیوادونو څلورمه برخه جوړوي. په وروستي تاریخ کې د آیساف ماموریت تر ټولو لوی یو پوځي ائتلاف وو چې د هیوادونو بی ساري نړیواله هڅه څرګندوی. هغه واک چې د ملګرو ملتونو دامنیت شورا ددې ماموریت دپاره ورکړی ؤ داؤ چې دافغانی مقاماتو سره په ټول هیواد کې د امنیت د تامینولو او د نویو افغان ځواکونو د منځته راوړلو په لاره کې مرسته وشي.
دغه دنده په ګرانه بیه مګر په ډیر بریالیتوب سره ترسره شو. مونږ به تل د نړیوالو او افغاني ځواکونو سرښندنې چې د درناوي او مننې وړدي په یادولرو.
مونږ د دغو ځواکونو د بیساری هڅو له برکته خپلې موخې ته ورسیدو. مونږ خوندی ځایونو ته د نړیوالو تروریستاتو د لاسرسۍ په غوڅولو سره خپل هیوادونه ډیر خوندي کړل. مونږ د غښتلي امنیتي ځواکونو په جوړلو سره افغانستان لا غښتلۍ کړ.
مونږ یوځای د میلیونونو تنو افغان نارینه ، ښځو او کوچنیانو دپاره د ښې راتلونکي شرایط برابر کړل.