یو نوی فصل
مونږ په داسې حال کې چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې خپل بین المللی جګړه ایز ماموریت پای ته رسوو، د ناتو او افغانستان تر منځ په اړیکو کې یو نوی فصل پرانیزو.
د افغانستان امنیت به په بشپړه توګه د ۳۵۰ زرو افغانو عسکرو او پولیسو په لاس کې وي. خو د ناتو غړي هیوادونه به له خپلو یو زیات شمیر همکارو هیوادونو سره یوځای د هغوی د روزنې، سلامشورې او مرستې دپاره پاتې شي. مونږ میدان نه پریږدو.
دغه لیږد د ناتو او افغانی مشرانو د توافق پر بنسټ تر سره کیږی چې د افغانستان د ملي امنیتی ځواکونو د زړورتیا او قابلیت او د نړیوالو ځواکونو د ایثار له لارې چې په تیرو کلونو کې یې د هغوی په روزنه کې مرسته کړیده، شونئ شوی دی.
په وروستیو اونیو کې مونږ په کابل، پکتیکا او د افغانستان په نورو سیمو کې ډیر زړه بوګنوونګي بریدونه ولیدل چې دهغو په سبب د کوچنیانو په ګډون ډیر زیات شمیر ملکی وګړي ووژل شول. افغان سرتیرو او پولیسو د هیواد د امنیت د تامینولو په لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. مونږ دغه غیرانساني بریدونه په ډیره سخته ژبه غندو او ددغو اعمالو عاملانو ته وایو: ستاسې هڅې بیځایه دي.
افغان امنیتي ځواکونه د افغانستان ویاړ او ژغورونکي دي. هغوی د ټولو افغانانو ځواکونه دي، او ټول افغانان کولای شي په هغوی ویاړ وکړي. او مونږ د هغوی ترڅنګ ولاړ یو.
څرګنده ده چې ډیرې ننګوني لا تراوسه په ځای پاتې دي، او لا ډیر کارونه باید ترسره شي. افغان امنیتی ځواکونه به د خپلې ودې او غښتلتیا په اوږدو کی د پخوا په شان زمونږ مرستې ته اړه ولري. او مونږ به د هغوي سره خپلې مرستې ته د پخوا په شان دوام ورکړو.
زمونږ په نوي ماموریت یعنې "غوڅ ملاتړ" کې به د نړي د بیلابیلو سیمو څه نا څه ۱۲۰۰۰ تنه ښځې او نارینه برخه ولري. د ناتو ۲۸ غړي هیوادونه د ۱۴ همکاره هیوادونو په ملتیا سره به په نوموړي ماموریت کې په بیلابیلو بڼو برخه واخلي. د امریکې متحده ایالات به د روزنې، سلامشورې او مرستې مشرتوب د افغانستان په جنوب او ختیز کې په غاړه ولري. المان به دا کار په شمال کې ترسره کړي. ایټالیا په لودیز کې او ترکیه په کابل کې.
د افغانستان د حکومت غوښتنه او د ناتو او افغانستان ترمنځ د ځواکونو د وضعیت په باب تړون د دې ماموریت بنسټ جوړوي. سربیره پردې، دملګرو ملتونو د سازمان د امنیت شورا د افغانستان او ناتو ترمنځ د دې ماموریت د پیل په باب د موافقې څخه د رایو په اتفاق هرکلۍ وکړ او د افغانستان د ثبات څخه په دوامداره نړیوال ملاتړ باندې یې ټینګار وکړ.
مونږ به همداراز د افغان امنیتی ځواکونو په تمویل کې برخه واخلو. ولسمشر اشرف غني او اجرایي مشر عبداله عبداله ژمنه وکړه چې نړیوالی مالي مرستې به په اغیزمنه، شفافه او د حساب ورکونې پر بنسټ ولګول شي. دا کار زمونږ د مالیې ورکوونکو دپاره ډیر ارزښت لري، او مونږ د ملي وحدت پر حکومت باندې حساب کوو چې په خپلې دغې ژمنې باندې به ولاړوي.
د ځواک او مالي مرستې تر څنګ، ناتو او افغانستان به د دې نه لاهم غښتلۍ څیز منځته راوړي : یوه دوامداره ملتیا چې زمونږ ګډې ګټې پکې نغښتې وي، زمونږ ګډه همکاری ته نوې بڼه ورکړي او زمونږ د ګډ امنیت سره مرسته وکړي. مونږ به د افغان امنیتي ځواکونو د ظرفیت د اوچتولو په ګډون عملي همکارۍ پیاوړي کړو، او د یو لړ موضوعګانو په باب به چې زمونږ ګډې ګټې پکې نغښتې دي، په منظمه توګه خبرې اترې او سلا مشورې وکړو.
مونږ ددغې موضوع په باب په روانه میاشت کې په بروکسل کې د ناتو د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې د ولسمشر اشرف غنی او اجرایي مشر عبداله عبداله سره خبرې اترې وکړې. مونږ په ګډه سره موافقه وکړه چې د ملتیا د پلي کولو دپاره د مونږ د هیوادونو په ګټه یوه ګډ کاري ځواک جوړ کړو.
مونږ کله چې په خپل ګډ تاریخ کې د دغه نوي فصل په لیکلو پیل کوو، ښه به داوي چې لږ څه تیر مهال ته وګورو.
د یوې لسیزي نه زیات ناتو او زمونږ مل هیوادونه د افغانستان په څنګ کې ودریدل. ۵۱ هیوادونو خپل سرتیري زمونږ د ځواکونو سره یوځای کړل – دغه شمیر د ټولې نړۍ د هیوادونو څلورمه برخه جوړوي. په وروستي تاریخ کې د آیساف ماموریت تر ټولو لوی یو پوځي ائتلاف وو چې د هیوادونو بی ساري نړیواله هڅه څرګندوی. هغه واک چې د ملګرو ملتونو دامنیت شورا ددې ماموریت دپاره ورکړی ؤ داؤ چې دافغانی مقاماتو سره په ټول هیواد کې د امنیت د تامینولو او د نویو افغان ځواکونو د منځته راوړلو په لاره کې مرسته وشي.
دغه دنده په ګرانه بیه مګر په ډیر بریالیتوب سره ترسره شوه. مونږ به تل د نړیوالو او افغاني ځواکونو سرښندنې چې د درناوۍ او مننې وړدي په یادولرو.
مونږ د دغو ځواکونو د بیساري هڅو له برکته خپلې موخې ته ورسیدو. مونږ خوندی ځایونو ته د نړیوالو تروریستاتو د لاسرسۍ په غوڅولو سره خپل هیوادونه ډیر خوندي کړل. مونږ د ۳۵۰ زروغښتلو امنیتي ځواکونو په جوړلو سره افغانستان لا غښتلئ کړ. او مونږ یوځای او په ګډه توګه د میلیونونو تنو افغان نارینه ، ښځو او کوچنیانو دپاره د ښې راتلونکي شرایط برابر کړل.
څو موده مخکې ما د افغانستان څخه لیدنه وکړه. ما د آیساف ځواکونو په څیرو کې، د ننګوونو سره سره، په لاسته راوړنو باندې د ویاړ آرامې نښې ولیدلې. ما د افغانی ځواکونو ټینګ نیت او اراده احساس کړه. او ما د ځوانو افغانانو سره خبرې وکړې، هغوی د خپل راتلونکي دپاره ډیرې هیلې لري.
د دیارلسو کلونو د پخوا وضعیت په پرتله افغانستان اوس بشپړ بدلون موندلی دی. د یادونې وړ ده چې یوه لسیزه د مخه په هیواد کې د طالبانو د تورو ورځو نه وروسته وضع په هیواد کې څنګه وه. په هغه مهال کې حکومتداری او امنیت ډیر لږ لیدل کیده. د کابل په وزارتونو کې نه یوازې داچې تیلفون او کمپیوتر نه لیدل کیده بلکه حتي میزونه او څوکۍ هم نه وې.
نن ورځ د افغان ملی اردو او پولیسو شمیر ۳۵۰ زرو ته رسیږي. د روغتیا او پراختیا د شاخصونو له نظره افغانستان په نړۍ کې د ټولو هیوادونو په نسبت ترټولو لوړه فیصدی ترلاسه کړیده. د میندو مرګ او میر د لږیدو او منځنۍ عمر د لوړیدو په حال کي دی، او ډله ایزې رسنۍ په خوځیدو او رپیدو دي. سږکال په میلیونونو خلکو د خپل رای ورکونې د حق نه ګټه واخیسته او د ملي وحدت حکومت یې جوړکړ.
نو د ننګونو سره سره، افغانان اوس اوږد ژوند کوي، د کار امکانات زیات شوی او د دوي په تاریخ کې تر بل هر مهاله څخه د یوې ښې راتلونکي دپاره ډیر ښه چانس لري. او افغان حکومت ژمنه کړیده چې حیاتی اصلاحاتو ته لکه د ښې حکومتدارۍ، حساب ورکونې، او د ښځو د حقوقو په شمول د بشر د حقوقو په ډګرونو کې اصلاحاتو ته دوام ورکوي.
د ۲۰۱۵ کال په رارسیدو سره افغانستان یوه نوې دنده په لاس راوړي، ناتو یو نوی ماموریت پیل کوي، او د مونږ تر منځ د ملتیا یوه نوې کچه منځته راځی. مونږ د یوې لسیزې نه زیات اوږه په اوږه ستاسو ترڅنګ د افغانستان د خلکو او د خپلو وګړو دپاره د امنیت د ساتنې او پیاوړتیا په موخه ودریدو. اوس ددې وخت رارسیدلی دی چې د خپلو اړیکو په تاریخ کې د نوي فصل په لیکلو په ګډه پیل وکړو. د افغانستان د امنیت دپاره، او زمونږ د امنیت دپاره.