اعلامیه
د شمالي اتلانتیک تړون سازمان او د افغانستان اسلامي جمهوریت
(أ) پیژندنه: د ګډې همکارۍ د ترسره کولو لپاره چوکاټ
- په ۲۰۰۵ کال کې په بریالیتوب سره د ملي شورا د ټاکنو ترسره کول، د بن د پروسې بشپړول او د لندن د کانفرنس پایلې، په ځانګړې توګه د افغانستان تړون، ناټو دې ته متعهده کوي چې د افغانستان له حکومت او نورو نړیوالو سازمانونو سره په ګډه کار وکړي څو د یوه سوله ییز، باثباته او ډیموکراټیک افغانستان په جوړولو کې مرسته وکړي. ناټو منځنۍ او جنوبي اسیا او په لویه کې نړیوالې ټولنې ته په افغانستان کې د ثبات او امنیت په اهمیت، او دهغو امنیتي تهدیدونو په ننګوونکي طبعیت چې افغان حکومت ورسره مخامخ دی، پوهېږي. د افغان حکومت وروستنۍ اراده دا ده چې د خپل امنیت بشپړ مسؤلیت پرغاړه واخلي. د دغه هدف د ترلاسه کولو لپاره، قوي او ښکاره نړیواله ژمنتیا مهمه ده چې په افغانستان کې د نړیوالو نظامي ځواکونو د توظیف او د افغانستان د ملي امنیتي او دفاعي تاسیساتو د پیاوړتیا له لارې ثبات ته وده ورکړي. په دې برخه کې د ناټو د ارادې په تکرار، او له ناټو سره د یوې پراخې او اوږدې مودې اړیکو لپاره د ولسمشر کرزي دغوښتنې په ځواب کې، د متحدینو د بهرنیو چارو وزیرانو د ۲۰۰۵ کال په ډیسمبر کې موافقه وکړه چې له افغانستان سره د همکارۍ یو پروګرام رامنځته کړي. دغه پروګرام له افغانستان سره د ناټو بې جوړې اړیکو ته وده ورکوي او د افغانستان د ملي حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا لپاره د متحدینو ملاتړ ښیي. د ناټو او افغانستان ترمنځ اړیکې د دغه پروګرام موادو پورې محدودې نه دي.
- د افغانستان حکومت او متحدین پوهېږي چې امنیت یوازې له نظامي لارې نه تامینېږي. امنیت په ښه توګه حکومت کولو، عدالت او د قانون حاکمیت ته اړتیا لري او دغه ټول باید د بیارغونې او پرمختګ او همدارنګه د نړیوالې او په ځانګړي توګه د سیمه ییزې همکارۍ له لارې رامنځته شي. په دې زمینه کې، د ښه ګاونډیتوب د اړیکو اعلامیه، چې د ۲۰۰۲ کال د ډیسمبر پر ۲۲مه په کابل کې د افغانستان او د هغه د ګاونډیانو ترمنځ لاسلیک شوه، یو مهم رول لوبوي. افغانستان همدارنګه ترهګري، افراطیت او د مخدره موادو سوداګري د امنیت لپاره سترې ننګونې ګڼي، او له نړیوالې مرستې او ملاتړ څخه پوره ګټې اخیستنې او د دغو تهدیدونو د له منځه وړلو لپاره د ظرفیت جوړونې په خاطر له نړیوالې ټولنې سره همکارۍ ته ژمن دی.
- افغانستان په دې پوهېږي چې دا مهال نشي کولی خپلې امنیتي اړتیاوې په بشپړه توګه پوره کړي او په افغانستان کې د امنیت او ثبات راوستلو په برخه کې د ناټو مرستې ستايي. افغانستان اراده لري چې په چټکۍ سره خپل د ملي امنیت وړتیاوو او دفاعي تاسیساتو ته وده ورکړي چې ملي اړتیاوې پورې کړي، د ایساف او نړیوالو نظامي ځواکونو ترڅنګ په لا اغېزمنه توګه عملیات وکړي او د خپلواک عمل لپاره خپلي وړتیاووي پیاوړی کړي. افغانستان دې ته تیار دی چې د ناټو دغړوهېوادونو له ځواکونو سره په ګډه عملیاتو او داسې فعالیتونو ته چې د دفاعي سیستم، د دفاعي تاسیساتو د جوړونې او د امنیتي سکټور د نظامي اړخونو د اصلاحاتو او همدارنګه د دواړو اړخونو له خوا منل شویو نورو ساحو ته د ودې ورکولو له لارې له متحدینو سره خپله همکاري پراخه کړي. په اوږده موده کې، افغانستان غواړي چې د ناټو ترمشرۍ لاندې سوله ساتو عملیاتو کې د برخې اخیستنې له لارې د امنیت او ثبات په راوستلو کې مرسته وکړي.
(ب) د همکارۍ اساسي بنسټونه
- دا پروګرام به:
- د مالی سرچینو او د موجودو سرچینو دواړو له پلوه ریښتنې بڼه ولري، او په هغو ځایونو کې چې ناټو کولی شي د وسایلو او صلاحیتونو په برخه کې په پراخه کچه، او که اړتیا وي د موجوده بودجې په حدودو کې د لومړیتوب د بیا په پام کې نیولو له لارې مرسته وکړي؛
- د افغان مقاماتو له خوا د مالکیت پر بنسټ جوړ شوی وي او د هغوی وړتیاوې منعکسې کړي. دغه هدف ته د رسېدلو لپاره باید د افغان مقاماتو له خوا ستونزې په ګوته او له هغوی سره د نژدې سلامشورو له لارې داسې یو پروګرام تطبیق شي چې مناسب منځګړي وټاکي؛
- د ایساف عملیاتي دنده بشپړه کړي او مرسته به وکړي چې هغه لاسته راوړنې سره یو کړي چې د ایساف د موجودیت له لارې تر لاسه شوي وي، په ځانګړې توګه، په کابل کې د افغانستان د مرکزي امنیتي او دفاعي تاسیساتو په کچه؛
- هغه فعالیتونو او د همکارۍ پروګرامونو ممکنه همکارۍ ته وده ورکول او د هڅو د غیرضروري تکرار مخنیوی په پام کې ونیسي چې د نورو فعالینو له خوا ترسره شوي وي؛ همدارنګه د لندن د کانفرنس پایلې په تېره بیا د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ افغان تړون چې د ګډې همکارۍ او څارنې د پلاوي له خوا تنظیم شوی وي په پام کې ونیسي.
(ج) د همکارۍ فعالیتونه
- دا پروګرام به:
- د افغان مقاماتو له خوا د په ګوته شویو اړتیاوو د ځوابولو لپاره د PfP مشخص وسایل، او په پام سره د PfP له خوا مشخص شوي فعالیتونه راواخلي. کېدای شي چې په دې کې په منځنۍ اسیا کې/لپاره د ناټو د مقاماتو یا انفرادي دولتونو له خوا د پلان شويو هغو په شمول په تنظیم شويو فعالیتونو کې د افغانانو برخه اخیستنه شامله وي؛
- د ناټو او متحدینو داسې ډلې چې دفاعي اصللاحات، د دفاعي تاسیساتو جوړونې او د امنیتی سکټور د اصلاحاتو نظامي اړخونو پورې د اړوندوځانګړیو مسایلو په هکله ماهرانه لارښوونې وړاندې کړي، او همدارنګه د افغاني کارپوهانو له ډلو سره چې د ناټو له مرکزي دفتر څخه لیدنه کوي بحثونه په کې شامل وي؛
- د ناټو تر مشرۍ لاندې په ځانګړې توګه برابر شوي فعالیتونه چې یوازې افغاني برخه وال په کې شامل وي، د مثال په توګه، داسې کورسونه او سیمینارونه چې د ناټو په اوبیرا میرګاو ښوونځي کې، د ناټو د دفاعي چارو په پوهنځي کې او هم ورته فعالیتونه د ناټو د هېوادونو له خوا په افغانستان کې ترسره شي؛ او ج. د ناټو تر مشرۍ لاندې په ځانګړې توګه برابر شوي فعالیتونه چې یوازې افغاني برخه وال په کې شامل وي، د مثال په توګه، داسې کورسونه او سیمینارونه چې د ناټو په اوبیرا میرګاو Oberammergau ښوونځي کې، د ناټو د دفاعي چارو په پوهنځي کې او هم ورته فعالیتونه د ناټو د هېوادونو له خوا په افغانستان کې ترسره شي؛ او
- په ساحه کې د عملیاتي لارښوونې او د ارتباطي ډلو په شمول، له پخوانۍ ملي تجربې او صلاحیتونو څخه ګټه واخلي.
(د) د تطبیق او ارزونې ملاتړ
- ناټو او افغانستان به په بېلابېلو سطحو مشورې وکړي، او د پرمختګ او بشپړتطبیق د سرپرستۍ لپاره به دوامدار دیالوګ او مشورې، او د فعالیتونو د منل شوي پروګرام منظمه ارزونه یقیني کړي.
- دغه بحثونه او مشورې به د ناټو د لوی ملکي استازي له صلاحیت سره سمې د هغه او په بروسلز کې د افغان پلاوي په پوره همکارۍ سره ترسره کېږي.
- متحدین به د افغانستان د روانو اقتصادي وړتیاوو او په افغانستان کې د ناټو دعملیاتي ښکېلتیا په پام کې نیولو سره د دغه پروګرام د بشپړ تطبیق او د وسایلو او مادي ملاتړ د پیاوړتیا او همدارنګه د افغان ملي امنیتي او دفاعي تاسیساتو د مالي پایښت د وړتیا په شمول دمناسبو کورنیو مېکانېزمونو له لارې د مرستې د اړوندو دوه اړخیزو پروګرامونو د هماهنګ کولو پر امکاناتو غور وکړي. د ورځنۍ بیا کتنې په پام کې نیولو سره، د PfP د مالي مرستې پالیسي به د دې لپاره هم وکارول شي چې د دغه پروګرام په تطبیقولوکې مرسته وکړي. د پروګرام په بیاکتنه کې د هغه د مالي مرستې د برابرولو مېکانېزمونه هم شامل دي. حکومتونه هم ښایي د PfP د وجهي صندوق میکانیزم په پام کې ونیسي.
- د دغه پروګرام تطبیق ښایي د معلوماتو/اسنادو د تبادلې او ساتنې په مقصد د ناټو افغانستان د تیاریو پرمختګ ته اړتیا ولري.
(ه) ځواکونه او شتمني
- افغان مقامات، ناټو او متحدین به په ګډه سره مشوره وکړي او د مشارکت د دودیزو لارو چارو په کارولو سره به په دغې همکارۍ کې د برخې اخیستنې لپاره مناسب افغاني تاسیسات، ځواکونه، شتمني او روزنیزې اسانتیاوې په ګوته کړي. په دې لړکې به د داسې هغو ټاکنه هم شامل وي چې د پلان جوړونې او ارزونې په یوه داسې سیستماتیکه پروسه کې برخه واخلي چې د هغې له لارې د افغان ملي اردو ګډې د اړتیا وړ عملیاتي وړتیا او صلاحیتونو ته وده ورکړي. نهايي هدف د یوه با اعتباره، مسلکي نظامي ځواک رامنځته کول دي چې افغان مقاماتو ته د دې وړتیا ورکړي څو په هېواد کې داسې امنیت او ثبات رامنځته کړي چې له بهرني ملاتړ پرته په نړیوالو نورمونو برابر وي.
(و) د همکارۍ مهمې ساحې
- په ۴ پاراګراف کې د یادو شویو اساساتو په اساس، پروګرام به پر دفاعي اصللاحاتو، د دفاعي تاسیساتو پر جوړونه او د امنیتي سکټور د اصلاحاتو پر نظامي اړخونو، او همدارنګه د افغان ملي اردو د ځواکونو او د ناټو د غړو ترمنځ د ګډو عملباتو د وړتیا په شمول پر نورو هغو ساحو متمرکز وي چې د ناټو او افغانستان له خوا په ګډه سره ټاکل کېږي. ښايي دغه پروګرام د دفاعي پلان جوړونې او اصلاحاتو په برخو کې د ناټو د پراخو تجربو په کارولو سره په لاندې برخو کې د افغان حکومت د هڅو ملاتړ له ځانه سره ولري:
- په روښانه، اغیزمنه او ډیموکراټیکه توګه د کنټرولېدونکې افغان ملي دفاع او د امنیت د داسې مناسبو تاسیساتو جوړول چې په غوره مشقونو او نړیوالو نورمونو برابر وي او په دې برخه کې د لارښودو هېوادونو دوه اړخیزې هڅې بشپړې کړي؛
- د ملي ستراتیژۍ، ملی نظامي ستراتيژۍ او د اړوندې ستراتیژیکې پلان جوړونې د سیستمونو او پروسو په شمول د امنیت او دفاع د نظریاتي بنسټ ایجادول؛
- د پرسونل د یوې روښانې او مؤثرې ادارې او روزنیز نظام او همدارنګه د وسایلو د ترلاسه کولو/عصري کولو لپاره د پلان جوړولو په شمول په اغیزمنه توګه د ملي دفاع د پلان جوړولو او بودجې برابرولو د پروسو جوړول؛
- د ناټو او افغان ملي اردو ترمنځ ګډې عملیاتي وړتیا ته وده ورکول، چې د افغانستان د ملي امنیت لپاره مخ پر ودې مسؤلیت ته اوږې ورکړي؛ په دې کې د ځواکونو، شتمنیو او روزنیزو اسانتیاوو تخصیص شامل دي څو د یوې سیستماتیکې پلان جوړونې او ارزونې په پروسه کې برخه واخلي. دغه چارې به د ګډې عملیاتي وړتیا د منل شویو مقصدونو د ترسره کولو لپاره د ناټو/ PfPپه مشخصو تمرینونو کې د برخې اخیستلو په شمول د وسایلو، لوژیستیک، روزنې او ښوونې او روزنې د اړتیاوو په ټاکلو مشتملې وي؛
- د دوه اړخیزو پروګرامونو له لارې د افغان ملي دفاعي ځواکونو د ظرفیت پیاوړي کول، چې پر وخت سره په ټول هېواد کې په دندو وګومارل شي. په دغه ډول مرسته کې ښایي د الوتکې د عملیې او تخنیکي روزنې برابرول او همدارنګه د نظامي تجهیزاتو، بسټیزو پروژو، تخنیکي مرستې او د پایښت د وړتیا د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ناټو د غړو هېوادونو له خوا د دوه اړخیزې مرستې هماهنګي هم شامله وي؛
- د اضافي وسلو د مصؤن تخریب لپاره د شرایطو د ارزولو او د ذخیرو د تهدید د راکمولو لپاره د وجهي صندوقونو د جوړولو په شمول، په کافي ډول د SALW، مهماتو،APLs او MANPADS د ذخیرې اداره کول؛
- د وسلو د کنټرول د هوکړو او تړونونو د څارنې او تطبیق ملاتړ او د وسایلو او ټکنالوژۍ د نظامي او دوه اړخیزې استفادې په هکله د صادراتو د کنټرول څو اړخیز سیستم پورې د پیوستون او تطبیق لپاره د متحدینو له ملي انستیتیوتونو سره د اړیکو نیولو، همکارۍ او تجربو تبادله؛
- د OPLAN په پیروۍ سره، د مخدره موادو پرضد مبارزه کې د افغان حکومت د هڅو ملاتړ کول؛
- په انسانانو کې د سوداګرۍ پرضد مبارزه کې د ناټو د پالیسۍ په را اخیستلو سره چې د نظامي ګام پورته کولوملګری دی، ناټو به د عملي همکارۍ د پرمختګ ملاتړ وکړي او دغه ملاتړ ته به دوام ورکړي او له مسؤلو مقاماتو سره به د هغوی په هڅو کې مرسته وکړي چې د انسانانو د سوداګرۍ او قاچاق په وړاندې مبارزه وکړي؛
- د سرحدونو د خوندي کولو په برخه کې د لارښودو هېوادونو هڅې اسانه او تکمیل کړي، د ملکي کنټرول او اړوندو میکانیزمونو لکه د سرحدونو د امنیت او کنټرول د مسؤلو قانون نافذونکو سازمانونو مؤثرې او شفافې قانوني او قضايي تېروتنې سمې او روزنېزې اړتیاوې په ګوته کړي؛
- د ناټو د پروسیجرونو او د متحدینو د ملي تاسیساتو په پام کې نیولو سره د بیړنۍ ملکي پلان جوړونې په برخه کې همکارۍ ته پراختیا ورکړي؛
- د ژبې د زده کړي په برخه کې د دفاعي او امنیتي تاسیساتو د پرسونل روزنه چې د ګډو عملیاتو د وړتیا د منل شویو مقصدونو د تر لاسه کولو په برخه کې مرسته وکړي؛
- د هوايي ترافیکو د ادارې د اغیزمن ملکي/نظامي تنظیم پراختیا؛
- د کلیدي پیغامونو د را اېستلو له لارې د دفاعي اصلاحاتو، دفاعي تاسیساتو د جوړولو او د امنیتی سکټور د نظامي اړخونو په شمول د دفاعي او امنیتي مسایلو په هکله د عامه خبرتیا پیاوړي کول؛ د افغانستان د سیمه ییز بعد په پام کې نیولو سره د افغان ملي اردو د مناسبو امنیتي ځواکونو او د ناټو د ځواکونو رول؛ او
- معلوماتو ته په لاس رسي کې د اسانتیا او د دغه پروګرام د بریالي تطبیق په برخه کې د مرستې کولو لپاره په افغانستان کې د ورېښمو د مجازي لویې لارې د پروژې استعمالول.
یاپ دی هوپ شیفر |
حامد کرزی |
د شمالي اتلانتیک تړون سازمان عمومي منشي |
د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولسمشر |