ناټوپه افغانستان کې

  • Last updated 19-Nov-2008 13:41

ناټو په افغانستان کې د ښکېلې نړیوالې ټولنې یوه کلیدي برخه ده چې له افغان مقاماتو سره د امنیت او ثبات په راوستلو کې مرسته کوي او بیارغونې او مؤثرې واکمنۍ ته لاره هواروي.

“دا یوه له هغو ډېرو ننګوونکو دندو څخه ده چې ناټو تر اوسه پورې پر غاړه اخیستې دي، خو دا د نړیوال امنیت لپاره یوه پرېکنده مرسته ده“ د ناټوعمومي منشي یاپ ډي هوپ شیفر

د ټلوالې هدف دا دی چې د داسې شرایطو په برابرولو کې مرسته وکړي چې افغانستان ترې د لسیزو له اوږدې جګړې، ویجاړۍ او غربت وروسته ګټه واخیستلی شي- او یو استازی حکومت او پایداره سوله او امنیت په کې راشي.

د ناټو رول د افغانستان د تړون، چې د افغانستان د حکومت او د نړیوالې ټولنې ترمنځ یو پنځه کلن پلان دی او د امنیت، حکومت کولو او د هېواد د اقتصادي پراختیا اړوند هدفونه ټاکي، یوه کلیدي برخه دی.


ناټو په درې برخو کې ژمنتیا لري:

  • د ملګرو ملتونو په حکم جوړ شوي د امنیت د مرستندوی نړیوال ځواک (ایساف) د مشرۍ له لارې د څه ۳۰۰۰۰ عسکرو یو نړیوال ځواک چې له افغان چارواکو سره په ټول هېواد کې د هغوی د واکمنۍ او نفوذ په غزولو او په کار اچولو کې مرسته کوي او د ثبات او بیارغونې لپاره شرایط برابروي؛
  • یو لوړپوړی ملکي استازی، چې دغه هېواد ته د ټلوالې د ژمنتیا د سیاسي- نظامي اړخونو دغښتلي کولو دنده پرغاړه لري، له ایساف سره له نژدې څخه کار کوي، له افغان حکومت او نورو نړیوالو سازمانونو سره د منځګړي رول لوبوي او له ګاونډیو هېوادونو سره اړیکې ساتي.
  • له افغانستان سره د همکارۍ یو د پام وړ پروګرام، چې د دفاعي چارو پر ریفورم، د دفاعي تاسیساتو پر جوړونه او د امنیتی سکټور د نظامي اړخونو د ریفورم په برخو کې کار کوي.